د مهترلام ښار پارکونو او ګلدانیو ګلانو ته کیمیاوي سره ورکړل شوه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۶
سره

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار اړوند پارکونو او ګلدانیو ګلانو، بوټو او نیالګیو ته کیمیاوي سره ورکړل شوه

د زرغونتیا د برخې مامور ریحان الله اریان وویل، چې یاده چاره یې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه پیل کړې او د ښار ټولو پارکونو او ګلدانیو ګلانو، بوټو، نیالګیو او شنو ساحو ته به کیمیاوي سره ورکوي

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې له امراضو او حشراتو څخه د ښې ساتنې په موخه له دې وړاندې په ټولو پارکونو او ګلدانیو کې پر ګلانو او بوټو باندې دوا پاشي هم سره شوې ده

#زموږ_ښار_زموږ_کور 
#شهرما_خانۀ_ما 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۷:۳
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د ښکلا برنامه پیل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

BACK TO NEWS