د دوهمې ناحیې اړوند لسم ګذر د ګل آباد کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۵
ګذر وکيل

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی شیرعلم خان باور د محمد حیدر زوی د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د لسم ګذر ګل آباد کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري ترڅنګ د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو
د ښاري حکومتولۍ د مسؤلینو له لوري ښاغلي شیرعلم خان باور ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي

په پای کې وکیل باور د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام تر څنګ د لسم ګذر ګل آباد سیمې له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۵۱
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۳
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS