د درېیمې ناحیې اوسېدونکو خپلې ستونزې د مهترلام ښاروالۍ له تخنیکي او مسلکي چارو آمریت سره شریکې کړې
د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د R3 سیمې یو شمېر مشرانو د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو له آمر انجنیر زاهدالله مجددي سره لیدنه وکړه او د خپلې سیمې یو لړ ستونزې او غوښتنې یې ورسره شریکې کړې یادو مشرانو په پیل کې د مهترلام ښاروالۍ له فعالیتونو او ترسره شویو کارونو ستاینه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د دوی په سیمه کې دې د یوه کانال د جوړولو چارې ترسره شي، ترڅو د بارانونو او سېلابونو اوبه په منظم ډول مدیریت او د اوسېدونکو د کورونو او سیمې د زیانمنېدو مخه ونیول شي
د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهدالله مجددي د سیمې مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی د ستونزو او غوښتنو د اورېدو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې ستونزو ته به یې د شته امکاناتو او اصولو په پام کې نیولو سره رسېدنه کوي
