د ازادي ورځی د لا ښی لمانځنۍ په اړوند د ناستو لړۍ

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۶:۷
مجلس روز ازادی

نن چهارشنبه د اسد میاشتی دوویشتمه نیټه له غرمی وړاندی  د مهترلام ښاروالۍ په مقر کی د مختلفو ملکی اداراتو له ریسانو او نماینده ګانو سره یاده ناسته ترسره شوه

ذکر شوی ناسته کی د مهترلام ښاروالی د لومړي ناحی مدیر انجنیرذبیح الله حمیدي د خپلواکی جشن د (۱۰۱) کال د لمانځلو پر چمتووالۍ باندی د اداراتو له ریسانو او نماینده ګانو سره خبری وکړی چی څرنګه کیدای شی مالی امکانات برابرشی او اړین توکی چمتو شی تر څو په ښار او دجشن په سیمه کی کډونوالو ته خدمات وړاندی شی

ددی چمتوالۍ په لړۍ کی به د مهترلام ښار د افغانستان په ملی بیرغ او همدارنګه د ازادی داتل غازی امان الله خان په عکسونو لا ښکلی شی

پدی ناسته کی د ولایت مقام ، اقتصاد ریاست ،زراعت او مالداری ریاست ،اطلاعات او فرهنګ ریاست ،د فواید عامی ریاست  او د ښاراصنافو ریس او د اداراتو نماینده ګانو چی یاده کمیټه پخوا تعین شوی ګډون کړی وه

د ازادی ورځی ناسته

ورپسی د وظایفو د ویش په برخه کی مربوطه اداراتو ته د هغوی ورسپارل شوی دندی د جشن د ښی لمانځنۍ په موخه ور په ګوته شوي تر څو د وخت له ضایع کیدو مخنیوی وشی او هره اداره خپله دنده پر وخت ترسره کړي چی د کمیټی ګډونوالو پخپله برخه کی امادګی او د ورسپارل شویو دندو د پرمخ بیولو ډاډ ورکړ

په درنښت

# مهترلام - ښاروالۍ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS