د خلګو شکایتونو ته رسیدنه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۳:۴۴
اخبار

د خلګو شکایتونو ته رسیدنه، د فساد سره مبارزه، په قانوني توګه د چارو ترسره کول د سیمه ییزو ارګانونو ادارې له لومړي توبونو څخه دي.

په ښاروالیو کې عامه شکایتونو ته د رسیدنې طرزالعمل له مخې، ښاریان کولای شي د ښاروالیو د کارکوونکو او د ښاروالیو خدماتو پر وړاندې خپل شکایتونه په آنلاین ډول ددې لینک https://mmis.dmm.gov.af/CMS/ او یاهم په مستقیمه توګه دې ښاروالیو ته مراجعه او خپلې عریضې دې ثبت کړي. ښاروالۍ مکلفې دي چې د ښاروال په مشرۍ د شکایتونو کمېټې له لارې ستاسو ستونزې په مؤثره او عادلانه توګه وڅېړي.

که چیرې د ښاروال پر وړاندې شکایت لرئ، تاسې کولای شئ چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ښاروالیو معینیت د ویب سایټ https://dmm.gov.af له لارې خپل شکایتو وړاندې کړئ؛ ترڅو د ښاروالانو پر وړاندې د شکایتونو رسیدګۍ کیمټې له لوري وڅېړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۵۱
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۳
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS