د دویمې ناحیې اړوند شپږم ګذر اوسېدونکو له مهترلام ښاروال سره خپلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۸
ستونزې

د مهترلام ښار اړوند د دویمې ناحیې شپږم ګذر د مسلم اباد کلي یو شمېر اوسېدونکو د خپلو ستونزو د حل په موخه له مهترلام ښاروال سره ناسته ترسره کړه

په پیل کې راغلو مشرانو د ښاروالۍ له لوري د خلکو ستونزو ته د پاملرنې او مستقیمې همغږۍ قدردانی وکړ او زیاته یې کړه چې دا ډول مخامخ د ولسونو ستونزې اوریدل د ولس او ادارې ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کوي

وروسته د سیمې اوسېدونکو خپلې ستونزې چې پکې د سیمې فرعي سرکونه او ویالې جوړول شامل وو له مهترلام ښاروال سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه چې یادو ستونزو ته یې باید رسیدنه وشي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او ډاډ یې ورکړ چې ستونزو ته به یې په وخت رسیدنه کوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS