د لغمان د اقتصاد رئیس له مهترلام ښاروال سره ناسته وکړه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۷:۲۲
مبارکي

د لغمان ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق سره وکتل او د ښار د پراختیا او همکارۍ پر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې

د ناستې په پیل کې د اقتصاد رئیس نوي ښاروال ته د نوې دندې مبارکۍ مراتب وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې د اقتصاد ریاست به په مهترلام ښار کې د پراختیایي چارو او پروژو د پلي کېدو په برخه کې هر ډول همکاري وکړي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د اقتصاد رئیس له راتګ او ملاتړ څخه مننه وکړه او له نوموړي یې وغوښتل، چې موسسې وهڅوي تر څو په مهترلام ښار کې بېلابېلې پراختیایي پروژې پلې کړي او د ښار د آبادۍ او پرمختګ لپاره لا زیات کار ترسره شي

د یادونې وړ ده، چې د ناستې په پای کې د اقتصاد رئیس له لوري د مهترلام نوي ښاروال ته د درناوي په توګه د اعزاز لونګۍ هم پر سر شوه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS