د لغمان د کرکټ ادارې مسؤل له مهترلام ښاروال سره وکتل
د لغمان د کرکټ ادارې مسؤل جمیل ستانکزي له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق سره وکتل او د ورزش اړوند یې یو شمېر ستونزې ورسره شریکې کړې
ستانکزي د ښاروالۍ وروستي فعالیتونه وستایل او له ښاروال ښاغلي عتیق څخه یې مننه وکړه، چې د ورزشکارانو ملاتړ کوي
همداراز نوموړي غوښتنه وکړه چې د لغمان عمومي لوبغالي ته چې کوم سرک غځیدلی هموارکارۍ ته اړتیا لري، که چیرې د یاد سرک هموارکاري ترسره شي نو لوبغاړي به وشي کولای چې په اسانۍ سره خپل تمرینات ترسره کړي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسیدنه کوي او د یاد سرک چارې به په منظم شکل ترسره کوي
