د لغمان په ولایت کی د څه کم سل میلیونه افغانیو په ارزښت د سرخکانو ملي پارک د احاطې او استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۲/۶ - ۵:۱۲
افتتاح

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل- جلال آباد پر لویې لارې په (۷۰۰) جریبې زمکې کې د دغه پارک د جوړېدو بنسټ ډبره نن رسماً د لغمان والي ښاغلي محمد آصف ننگ، امنیه قومندان سمونوال منظور ستانکزي، د ښار جوړونې او زمکو رئيس، د مهترلام ښاروال، د قرغیو ولسوال، ښاروال او گڼ شمېرو نورو مسؤلینو او د سیمې د خلکو په شتون کې پیل شوې.

د لغمان ولایت د ښارجوړونې او زمکو رئیس وفيع الله اسحاقزوی د معلوماتو له مخې چې د کابل- جلال آباد پر لویې لارې د سرخکانو سیمې کې یې د ملي پارک لومړۍ لاټ (۲۶۰۰) متره استنادي او (۵۲۰۰) متره احاطوي دېوالونو د جوړېدو چارې رسماً پیل کړې چې ټول ټال پرې (۹۹۸۵۷۸۸۵( افغانۍ لگښت راځي.

نوموړی وایي، د سرخکانو ملي پارک د لومړي لاټ پروژې چارې به د یوه نیم کال په مودې کې بشپړې او ژر به یې د دویم لاټ کارونه هم پیل شي.

په ورته مهال د لغمان والي ښاغلي محمد آصف ننگ خوښي وښوده او د سرخکانو ملي پارک د چارو پیل یې د جمهور رئیس هغه ژمنه یاده کړه چې د دې ولایت له ولسونو سره یې کړې وه.

هغه وایي، چې د دغه پارک پر ټولو برخو به تقریباً (۳۶۰) میلیونه افغانۍ لگښت راشي چې (۴۰۰۰) کاري فرصتونه به په کې برابر شي.

نوموړي وویل، د سرخکانو ملي پارک کې به هوټلونه، لوبغالي، د لاسي صنایعو نمایشگاه، شنې ساحې او گڼې نورې برخې هم جوړې شي.

د لغمان والي دغه راز زیاتوي چې د سرخکانو ملي پارک کې به تر (۲۰۰) میلیونو افغانیو پورې خصوصي سکټور ته هم د پانگونې اسانتیاوې برابرې شي.

د سرخکانو ملي پارک موقعيت ته په کتو به ورسره د سیمې امنیت، ټولنیزو او اقتصادي او هراړخیزو چارو کې ستر بدلون راشي.

۴/۲/۱۳۹۹

#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS