د لومړۍ ناحيي مدیریت له لوري د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ناسته وشوه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۰:۴۶
د ښاري نظم

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي له لوري د تنظیف برخې کارکونکو سره د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ناسته ترسره شوه
ملا عباس ابراهیمي د ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي تنظیف ډلې ټولو کارکونکو ته سپارښتنه وکړه چې د ښار د ټولو ساحو ویالو، پلچکونو، مارکیټونو او خاکروب چارې په منظم شکل د پلان له مخې ترسره کړي
نوموړي وویل، که هر چا په کارونو کې غفلت وکړ،  قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیریت له لوري د ښار د پاک چاپېریال ساتنې په موخه یو منظم پلان جوړ شوی چې له دې وروسته به د یاد پلان له مخې چارې ترسره کېږي او ښار به په بشپړ ډول پاک اوسي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS