د لومړۍ ناحيې اړوند د دارالمعلمين په مسیر د چړايي د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۸:۴
ليدنه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د لغمان عالي دارالمعلمین په مسیر د چړایي د جوړیدو چارې په چتکۍ روانې دي

د کارونو د ښه کیفیت په موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د لومړۍ ناحيې مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله له یادو کارونو څخه یې لیدنه وکړه

په یاده لیدنه کې ښاروال د پروژو پر مسؤلینو ټینګار وکړ چې کارونه دې د انجینري اصولو، تخنیکي معیارونو او ترتیب شوي پلان سره سم، په باکیفیته او اساسي ډول ترسره کړي

د یادونې وړ ده چې اوس مهال د یادې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوي چې په نږدې ورځو کې به یې ټول کارونه ترسره شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS