د مهترلام نوي ښاروال مجاهد رحمتزي رسما خپله دنده پیل کړه!

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۵:۳۴
مهترلام ښاروال

د مهترلام ښار لپاره د نوي ښاروال ښاغلي رحمتزي د دندې د پیل په مراسمو کې، لغمان والي رحمت الله یارمل، د مشرانو جرګې استازي سناتور میرحاتم تره خیل، د ولسي جرګې استازي رفیع الله مموزي، یو شمیر اداري رئیسانو، ولسي مشرانو او ځوانانو ګډون درلود.

ټولو راغلو مشرانو دمهترلام نوي ښاروال مجاهد رحمتزي ته لومړی مبارکي ورکړه او د مبارکۍ ترڅنګ یې ډاډ ورکړ چې دوۍ ورسره په ټولو چارو کې همکار دي.

مهترلام نوي ښاروال له راغلو مشرانو څخه هم مننه وکړه چې د مبارکۍ ترڅنګ یې د چارو د سنبالښت په برخه کې ډاډ ورکړ.

د دندې د پیل په پر مهال ښاغلي رحمتزي وویل: ((د مهترلام ښار ولسونه او ښاریان زما سر سترګې دي، زه او زما د ادارې پرسونل به (۲۴) ساعته د ښاریانو په چوپړ کې یو او له ولسونو مې غوښتنه ده چې ښاروالۍ سره په هره برخه کې مرسته وکړي ترڅو هر اړخیزه ستونزو ته د پای ټکی کیږدو)).

پای کې مهترلام نوي ښاروال ته د بریا په لاسونو لپه کړل شول.

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

www.mehterlam.gov.af

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS