د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف د برخې کارونه د پلان له مخې په چټکۍ روان دي

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۵:۱۴
د ښار د مختلفو برخو صفايي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف د برخې د کارکونکو کارونه د پلان له مخې په منظم شکل په چټکۍ روان دي، چې نن یې د لومړۍ ناحيي په مختلفو برخو کې سرکونه، لارې، کوڅې، پلچکونه او ویالې پاکې کړې او کثافات یې ترې راټول کړل

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف پرسول هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په مختلفو برخو کې خپل فعالیتونه کوي او کثافات راټولوي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار په پاک چاپېریال ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو لرې ځای ته انتقال او دفن کړي

د یادونې وړ ده چې تیره د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډلې له لوري د لومړۍ ناحيي اړوند د شیخانو کلي د کوڅو، ویالو، پلچکونو او لارو صفايي ترسره شوې وه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS