د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکونکو له لوري د پخواني کابل بانک مخې ویالو او پلچکونو پاک‌کاري ترسره شوه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۱:۴۸
پاک کاري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښار د پخواني کابل بانک مخې سرک د غاړې ویالو او پلچکونو د پاک‌کارۍ چارې ترسره کړې
یاده چاره د ښار د پاک چاپېریال ساتنې، د اوبو د بهېدنې د سیستم د فعال ساتلو، او د عامه روغتیا د خوندیتوب په موخه تر سره شو چې له ویالو او پلچکونو څخه خځلې، شګې، پلاستیکي توکي او نور جامد فاضله مواد ټول کرل شول
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت ټولو ښاریانو ته د ښار د پاک ساتلو ډاډ ورکوي او وايي چې دا ډول فعالیتونه به دوامداره وي
هغه همداراز له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د ښاري نظم او پاکۍ په برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، او کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي تر څو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو مناسب ځای ته انتقال کړي او دفن کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS