د مهترلام ښاروالۍ د دوو مارکیټونو مزایده ترسره شوه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۴ - ۸:۲۵
مزايده

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او د تعین شوي کمېټې په حضور کې د مهترلام ښاروالۍ د درېیمې ناحيي اړوند د R4 د لومړي او دویم مارکیټ مزایده ترسره شوه
په یاده مزایده کې د لومړي مارکیټ لپاره بشېر احمد ولد شېرعلي د (۱۰۰۳۵۰) سل زره او ۳۵۰ افغانۍ نرخ ورکولو سره او دویم مارکیټ لپاره غفران الله ولد محمد یعقوب ۶۱ زره افغانۍ نرخ ورکولو سره ګټونکي وشمېرل شول
د تدارکاتو د قانون مطابق یاده مزایده په ټاکلي وخت پیل شوه چې لومړي مارکیټ لپاره ۱۱ او دویم مارکیټ لپاره ۵ کسانو په بولي کې ګډون کړی وو
د یادونې وړ ده چې سږکال مهترلام ښاروالۍ د چارو ادارې لوی ریاست د هدایت پر اساس خپل د ټول ملکیتونو قرارداد د ازاد رقابت له لارې کوي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۵۱
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۳
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS