د مهترلام ښاروالۍ له دوه ناحیو څخه څارنه وشوه

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۸:۵۲
څارنه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ له دریمې او څلورمې ناحیو مدیریتونو څخه د کارونو د منظم کولو په موخه لیدنه ترسره کړه
په یاده لیدنه کې ښاروال د نواحیو مدیرانو او کارکونکو ته سپارښتنه وکړه چې د مراجعینو ستونزو ته په وخت رسیدګي وکړي ترڅو کارونه یې له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د ناحیو مدیریتونه خلکو ته د ښه سهولت برابرولو په په موخه اړوند ناحیو ته اتنقال شوی، چې اوس مهال د مراجعینو کارونه په منظم شکل په وخت او ژر ترسره کېږي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۵۰
Background image

د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو او منظمولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۷
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند ګمین کلي لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی محمد شریف اکبري د محمد حنیف زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ګمین کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۴
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

BACK TO NEWS