د مهترلام ښاروالۍ له لوري د بیارغونې کارونه په چټکۍ روانې دي چې ډیری خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شوي ده

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۰:۲۱
د ښاروالۍ پروژې

د مهترلام ښار په مختلفو ساحو کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د بیارغونې کارونه په منظم شکل روان دي چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه برابره شوې ده

کاریګر د ښاروالۍ له ریاست مقام څخه مننه کوي چې په خپل وطن کې یې ورته د کار کولو زمینه برابره کړې ده

دوی وايي، موږ خوشاله یو، په خپل وطن کې کار کوو او خپلو اولادونو ته حلال رزق ګټو

یاد کاریګر، مهترلام ښاروالۍ څخه د ورته نورو کارونو د پیلیدو غوښتنه کوي

د یادونې وړ ده چې په مهترلام ښار کې به نږدې ورځو کې د ښاروالۍ له لوري یو شمیر نورې د بیارغونې پروژې هم شروع شي چې ډیری نورو خلکو ته به هم پکې د کار کولو زمینه برابره شي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS