د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پاک چاپېریال ساتنې د عامه پوهاوي دویمه کمیټه جوړه شوه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۰:۵۶
کميټه

د لغمان ولایت مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امریت له لوري د ښاري پاکوالي، نظم او د عامه پوهاوي د پراخولو په موخه، د ښوونځیو د زده‌کوونکو او ښوونکو په منځ کې د عامه پوهاوي کمیټو جوړولو لړۍ دوام لري چې په همدې لړ کې، د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د پاک چاپېریال ساتنې کمیټه جوړه شوه
د یادې کمېټې د جوړېدو پر مهال، د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري وویل، چې د دې نوښت موخه د زده‌کوونکو او ښوونکو ترمنځ د پاک چاپېریال ارزښت ته د عامه پوهاوي لوړول او د ښاري نظم د ټینګښت لپاره د ټولنې د همکاریو پراخول دي، نوموړي زیاته کړه چې د یادې برنامې لومړی پړاو د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند د مهترلمک ښوونځي څخه پیل شوی، چې ټاکل شوې ده دا به د ښار په ۱۲ ښوونځیو کې تطبیق شي
عباس عمري د ډاکټر عبدالله لغماني لېسې له مدیر امان الله تورجان او ښوونکو وغوښتل چې د پاک چاپېریال د ارزښت په اړه زده‌کوونکي وروزي تر څو دا پیغامونه خپلو کورنو او کلیو ته ورسوي.
د لېسې مدیر، استادانو او زده‌کوونکو د ښاروالۍ له دې ابتکار څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د پاک چاپېریال ساتنې په برخه کې به فعاله ونډه واخلي او د ښاري نظم د ټینګښت لپاره به د ښاروالۍ له پیغامونو ملاتړ وکړي
د یادونې وړ ده چې د پاک چاپېریال ساتنې او عامه پوهاوي کمیټې ته د ښاروالۍ له لوري لاسي کراچۍ، جارو، سایه‌بان، کثافت‌داني، بېلچه، دست‌کش، خولۍ او د ښاروالۍ نارنجي یونیفورم هم ورکړل کېږي، ترڅو د دې وسایلو په مرسته د خپلو چاپېریالونو د پاکوالي چارې په عملي ډول پرمخ یوسي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS