د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پلو لارو د خلاصون کمیسیون ترسره شو

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۱:۸
کمېسيون

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ چې د ښاروالۍ د څارنې او ارزونې امر الحاج عبدالطیف اخندزاده، مسلکي او تخنیکي امر انجنیر زاهدالله مجددي او ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري یې ملتیا کوله د ګنې ګوڼې د مخنیوي په موخه یې د مهترلام ښار د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره کړ
یاد کمېسیون د شهید عبدالله پښتون چوک څخه پیل شو، د ده ملخ په مسیر د سرک دواړو خواو کې چې کومو دوکاندارانو او هټیوالو په غیرې قانوني توګه په ترپالونو، چترۍ ګانو او نور شیانو باندې پلې لارې بندې کړې وې د ښاریانو پرمخ خلاصې کړې
همداراز د یاد کمیسیون غړو له لوري هغه دوکان چې د ده ملخ د پله ترڅنګ په خپل سري توګه د یو شخص له لوري جوړ شوی ؤ، تخریب کړل شو
د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي" ټولو دوکاندارانو او هټیوالو ته خبرداری ورکړ چې د پلو لارو خلاصون ته په جدي توګه پام وکړي، که هر چا لاره بنده کړه قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د مهترلام ښار اوسیدونکي د ښاروالۍ له فعالیتونو خوشاله دي او وايي، چې دا یو ډېر مهم اقدام دی، ځکه زموږ ډېرې لارې بندې وې او تګ راتګ سخت شوی و، موږ له مهترلام ښاروالۍ څخه مننه کوو چې ښاري نظم ته پام کوي او ترې غوښتنه کوو چې دا ډول چارې لاپسې زیاتې کړي
د یادونې وړ ده چې دغه کمېسیون به د راتلونکو ورځو په اوږدو کې هم خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي تر څو د ښاریانو لپاره د تګ راتګ لا ډیر سهولتونه برابر شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS