د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاري زرغونتیا او ښکلا چارې هره ورځ د پلان مطابق په منظم شکل ترسره کېږي

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۷:۵۹
اوبه کول

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښ کارکوونکي هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د ښاري زرغونتیا او ښکلا په موخه نه ستړي کېدونکې هڅې کوي
د دې مدیریت زیارکښ کارکوونکي په منظم ډول د ښار د نیالګیو، زینتي بوټو او ګلدانونو د خړوبولو چارې پر مخ وړي، تر څو ښاري فضا تل تازه، زرغونه او زړه‌راښکونکې پاتې شي
د مهترلام ښاروالۍ رهبري له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د ښار د سرسبزۍ او پاکوالي په برخه کې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له هڅو ملاتړ وکړي، د نیالګیو ساتنه وکړي او له بې ځایه کثافاتو اچولو ډډه وکړي، تر څو یو پاک، زرغون او ښایسته ښار ولرو

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS