د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ګلدانونو د منظم کولو چارې جریان لري

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۵:۱۸
د ګلدانونو منظم کول

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د ګلدانونو د ګلانو ځمکې نرمولو او منظم کولو چارې جریان لري، چې د مهترلام ښار د پنځه واړه ناحیو د ګلدانونو ګلان او زینتي بوټو ځایونه به په منظم شکل جوړ کړل شي
د دې برنامې موخه دا ده چې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ګلدانونو ساحې په منظم شکل سره جوړې، ښايسته او ښاري ښکلا سره برابرې اوسي، په دې لړ کې، نه یوازې د ګلدانونو د خاورې نرمول او تنظیم صورت نیسي، بلکې د زینتي بوټو، ګلانو او نیالګیو لپاره حیواني او کیمیاوي سره هم د یاد مدیریت زیارکښو کارکونکو له لوري ورکول کېږي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري وخت په وخت د ګلانو، ونو، زینتي بوټو، پارکونو او چمنونو څارنه او پالنه هم ترسره کېږي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS