د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ انکشافي پروژو چارې روانې دي

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۵:۲۶
د ښاروالۍ پروژې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مهترلام ښار په بېلابیلو ساحو کې د بیارغونې کارونه روانې دي چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده
مهترلام ښاروالۍ په پام کې لري چې سږکال د سل میلیونه افغانیو په لګښت په مهترلام ښار کې د بیارغونې کارونه ترسره کړې، چې تر دې دمه یې په درېیو ربعو کې د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو په مقابل کې ۱۴ د بیارغونې پروژې پلې کړې دي
په یادو پروژو کې سرکونه، پلچکونه، استنادي دیوالونه، د اوبو ژورې څاه ګانې، فلزي کثافت دانۍ، ګلانو او بوټو د ښې ساتنې لپاره کټارې او برېښنايي تنویري پايي جوړول شامل دي
د یادونې وړ ده چې تر دې دمه د ۷ پروژو چارې بشپړې شوي، ۷ تر کار لاندې دي او پاتې نورې پروژې به هم ډیر ژر پیل شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS