د مهترلام ښاروالۍ لپاره نوی ښاروال معرفي شو

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۴
نوی ښاروال

د ریاست الوزراء د (۶۴۴۰) شمېرې حکم له مخې د مهترلام ښاروالۍ ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د کنړ ولایت د اسعداباد ښاروالۍ د ښاروال په توګه وټاکل شو او د اسعداباد ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د لغمان ولایت د مهترلام ښاروالۍ د نوي ښاروال په توګه مقرر شو

د نوي ښاروال د معرفي کولو مراسم د لغمان ولایت مهترلام ښاروالۍ د مجلسونو په تالار کې ترسره شول، چې پکې د ولایت د دفتر رئیس شکرالله کاوون، د امر بالمعروف رئیس مولوي پاچاه ګل احمدي، د مهترلام ښاروالۍ پخوانی ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د امنیې قوماندانۍ مرستیال مولوي قیس جنید، د بېلابېلو ادارو رئیسانو، آمرینو او له کنړ ولایت څخه راغلو مشرانو ګډون کړی و

په مراسمو کې د امر بالمعروف رئیس مولوي پاچاه ګل احمدي نوي ښاروال ته ښه راغلاست وویل او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب دعا وکړه

د لغمان ولایت د دفتر رئیس شکرالله کاوون د مهترلام ښاروالۍ د پخواني ښاروال خدمتونه وستایل او وې ویل چې په دولتي ادارو کې تغییر او تبدیل د نظام یو اصل دی

 نوموړي همداراز نوي ښاروال ته مبارکي ورکړه او د ولایت مقام په استازیتوب یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ

د مهترلام ښاروالۍ پخواني ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت هم نوي ښاروال ته ښه راغلاست وویل، په چارو کې یې ورته د بریا هیله وکړه او د ښاروالۍ له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې په اخلاص او ایماندارۍ سره د نوي ښاروال ملاتړ وکړي او خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي

په همدې حال کې د مهترلام ښاروالۍ نوي ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وویل، چې په پوره اخلاص او صداقت به د مهترلام ښار اوسېدونکو ته خدمت کوي او د ښار د پراختیا او پرمختګ لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي

د پروګرام په پای کې د مهترلام ښاروالۍ آمرینو، مدیرانو، مامورینو او کارکوونکو نوي ښاروال ته د مبارکۍ مراتب هم وړاندې کړل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS