د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ او د ښاروالۍ د آمرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
د ناستې په پیل کې د اجرایه ماموریت له لوري د تېر اداري مجلس ګزارش وړاندې شو او د ترسره شویو چارو ارزونه وشوه. وروسته د یو شمېر مهمو اداري، تخنیکي او خدماتي موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او خبرې وشوې
همداراز د تخنیکي او مسلکي آمریت له لوري د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره وړاندیز شوې پروژې وړاندې شوې، چې ډېر ژر به د منظورۍ په موخه مرکز ته واستول شي
ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د پروژو د انتخاب پر مهال ټینګار وکړ چې هغو پروژو ته به لومړیتوب ورکول کېږي، چې ګټه یې ډېرو ښاریانو ته ورسېږي او د ښار د پراختیا او عامه خدمتونو په ښه والي کې اغېزمنې وي
د یادونې وړ ده چې د مجلس په پای کې یو شمېر آمرینو او مدیرانو ته مشخصې دندې وسپارل شوې، ترڅو د سپارل شوو چارو د تطبیق راپور تر راتلونکي اداري مجلس پورې د ښاروالۍ له مقام سره شریک کړي
