د مهترلام ښاروالۍ په انګړ کې له ۲۳۵ کورنیو سره مرسته وشوه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۸:۴۶
مرسته

د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ د افغانستان اسلامي او عزیزي بانکونو له لوري ۲۳۵ بېوزله، کونډو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
یاده مرسته د لغمان مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت  او د عزیزي او اسلامي بانکونو د مدیرانو په لاسونو مستحقو کورنیو ته ووېشل شوه
مرستیال والي د مرستې د ویشلو په مراسمو کې له اسلامي او عزیزي بانکونو څخه مننه وکړه چې په دې مبارکه میاشت کې یې د غریبو، کونډو او بې سرپرسته هېوادوالو لاسنیوی وکړ
هغه په نورو خیریه بنسټونو او شتمنو وطنوالو غږ وکړ چې په دې مبارکه میاشت کې له خپلو هېوادوالو سره مرستې وکړي
د عزیزي بانک مدیر محب الله احمدي وویل: چې د تیر په څیر یې نن یو ځل بیا د افغانستان اسلامي او عزیزي بانکونو له لوري ۲۳۵ کورنیو سره مرسته وکړه
نوموړي زیاته کړه، چې په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته  ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي ، ۲۴ کیلو سیله وریجې، او ۳ کیلو لوبیا ورکړل شول
مرسته اخیستونکو د یادې مرستې په اخیستلو سره خوښي وښوده او د یادو بانکونو له مسؤلینو یې مننه وکړه چې له دوی سره یې مرسته وکړه
د یادونې وړ ده چې هر کال د روژې په میاشت کې عزیزي او افغانستان اسلامي بانکونه په ټول هېواد کې له ۲۰زره کورنیو سره مرستې کوي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS