د مهترلام ښاروالۍ کارمندانو ته د اسنادو د محفوظ کولو په موخه یو ورځنی سمینار ورکړل شو

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۷:۹
 سمینار

د افغانستان د امارتي محفوظ اسنادو چاپ شرکت مسؤلینو او تخنیکي ټیم د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو، جوازونو او صفایۍ اړوندو آمرینو، مدیرانو او مامورینو ته د اسنادو د محفوظ کولو (مصؤن‌سازۍ) د نښو او ځانګړتیاوو د پېژندنې په موخه یو معلوماتي سمینار ورکړل شو

یاد سمینار د محفوظ او غیر محفوظ اسنادو د توپیر او په ادارو کې د دغو اسنادو د کارونې په موخه جوړ شوی و

د سمینار په ترڅ کې د اسنادو د محفوظ کولو په اړه پریزنټېشن وړاندې شو او د شرکت تخنیکي ټیم د ځانګړو تخنیکي وسایلو په مرسته د محفوظ اسنادو د پېژندنې عملي بېلګې هم ګډونوالو ته وښودلې

دا پروسه چې د ریاست‌الوزرا د مقام د حکم پر بنسټ پیل او تعقیبېږي، د مهترلام ښاروالۍ د مسؤلینو له تود هرکلي سره مخ شوه
 مسؤلینو ژمنه وکړه چې د اسنادو د محفوظ کولو د بهیر د لا ښه پلي کېدو لپاره به هر ډول لازمې همکارۍ ترسره کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS