د مهترلام ښار د اصنافو د استازو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واریدل شوې

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۶:۵۹
ناسته

د مهترلام ښار د بېلابېلو اصنافو استازو نن خپلې یو لړ ستونزې او غوښتنې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت‌الله شهامت او د لغمان ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د ارکان رئیس حافظ انځرګل عبدالله سره شریکې کړې
په دې لیدنه کې د اصنافو استازو د خپلو ورځنیو فعالیتونو پر مهال له شته ستونزو خنډونو، اړتیاوو او ځینو موجوده مشکلاتو  تفصیل وړاندې کړ، او د حل غوښتنه یې وکړه
ښاروال له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دوی ستونزې به په تدریجي ډول وڅېړل شي او د حل لپاره به لازم ګامونه پورته شي
د قول اردو د ارکان رئیس هم د اصنافو استازو خبرې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د اړوندو ستونزو په هوارۍ کې به له اړوندو ادارو سره همغږي وشي
یاده ناسته چې د ښاروالۍ په مقام کې برابره شوې وه په دعايي سره پایته ورسیده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS