د مهترلام ښار د زرغونتیا په موخه د نیالګیو او زینتي بوټو د کېنولو لړۍ روانه ده

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۶:۵۰
د نيالګيو کېنول

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د مهترلام ښار د سمسورتیا په موخه د ۴ زره میوه لرونکو او غیرې میوه لرونکو نیالګیو کېنولو لړۍ د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې د پلان له مخې په منظم شکل روانه ده
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وايي: د مهترلام ښار د پنځه واړه ناحیو ترڅنګ د ښار په ټولو هغه ساحو او ګلدانونو کې به هم نیالګي او زینتي بوټي کېنول شي کوم ځای کې چې ډیر ضروریت وي
ښاروال له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د نیالګیو او زینتي بوټو په ساتنه او پالنه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي
د یادونې وړ ده چې تیر کال د مهترلام ښاروالۍ له لوري په مهترلام ښار کې ۱۱ زره میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي کېنول شوي ؤ چې د ټولو په منظم شکل ښه پالنه او ساتنه شوې ده

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۵۰
Background image

د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو او منظمولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۷
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند ګمین کلي لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی محمد شریف اکبري د محمد حنیف زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ګمین کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۴
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

BACK TO NEWS