د نیالګیو کینولو جشن

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۷:۲۲
افتتاح

د ولسمشرجلالتماب محمد اشرف غني د لارښوونې سره سم دا چې د کب شلمه د نیالګیو کرلو ملي ورځ ده نو په همدې موخه لغمان ولایتي ادارې دغه ورځ له پراخې ولسي ناستې وروسته د نیالګیو په کرلو پیل کړه.

په دغه مراسمو کې د لغمان والي محمد اصف ننګ، مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي، د ولایتي ادارې ریئسانو، ښاري اصنافو،علماوو، ولسي مشرانو سربیره د لغمان ځوانانو برخه لرله.

لغمان والي محمد اصف ننګ، او نورو ویناوالو د مراسمو په پیل کې د نیالګي په کرلو او پالنه مفصلې خبرې وکړې او د نیالګیو په  ارزښت یې برخوالو ته معلومات ورکړل.

وروسته د ډول په وهلو د نیالګیو د کر میله پیل شوه، چې سلګونه مېوه لرونکي او زینتي بوټي کېنول شول.

دیادونې وړ ده: چې د نیالګیو د کرلو او د زرغونتیا د جشن پر مهال مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي د افغانستان او په خاص ډول د لغمان ولسونو ته پیغام دا و چې د هیواد په زرغونتیا کې فعاله ونډه واخلئ او یو نیالګی د ځان او بل د ګران افغانستان لپاره کینوئ او ترخوا یې له مهترلام ښاریانو هیله وکړه چې له خپلې ښاروالۍ سره د نیالګیو په پاللو او ساتلو کې همکاري وکړي.

د مراسمو په پای کې  د مهترلام ښاروالۍ له لوري د لومړۍ ناحیې د ګذر وکیلانو باندې د لغمان والي او مهترلام ښاروال د بیرې نیالګي ور وویشل چې خپلو سیمو او کورونو کې وکري او ساتنه ترې وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS