د پشه یو په مسیر د سرک دوه لینه کولو په موخه د استملاک کمیټې خپله دویمه ناسته ترسره کړه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۰:۲۹
استملاک

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري پراختیايي پلان له مخې، د کابل ـ جلال‌آباد له زړې هډې څخه تر تیرکړیو پله پورې د سرک دوه‌لینه کېدو په موخه د استملاک کمېټې دویمه ناسته ترسره شوه 

په یاده ناسته کې د استملاک کمېټې غړو د یاد مسیر پر سر واقع شویو ځمکو د قیمت‌ګزارۍ په اړه  رهنماګانو ته چې کوم استعلامونه ورکړې وو، نن د یادو استعلامونو ځوابونه وکتل شول او مشرانو خپل اړوند نظرونه یو بل سره شریک کړل

 د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې دا بهیر به د خلکو له حقونو سره د بشپړ درناوي، شفافیت او عادلانه قیمت‌ګزارۍ په اساس پر مخ وړل کېږي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۵۱
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۳
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS