د پنځم ګذر اوسېدونکو د خپل ګذر وکیل د تمدید غوښتنه وکړه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۵:۴۷
  وکیل ګذر

د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د پنځم ګذر یو شمېر اوسېدونکو د خپلو ستونزو د حل او د ګذر وکیل د تمدید غوښتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره ناسته ترسره کړه

د سیمې اوسېدونکو په پیل کې له ښاروالۍ څخه مننه وکړه، چې د خلکو ستونزې په مستقیم ډول اوري
هغوی غوښتنه وکړه، چې حاجي نبي سرور، چې مخکې د یاد ګذر وکیل و او اوس یې درې کلنه موده بشپړه شوې، بېرته د ګذر وکیل په توګه وټاکل شي، ځکه د خلکو په وینا نوموړی یو ایمانداره او خدمتګاره شخص دی

د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د خلکو غوښتنو او ستونزو ته به د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل له مخې رسېدنه کېږي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS