د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ کرکټ لوبډلې ته ورزشي وسایل ورکړل شول

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۶:۱۶
کرکیټ

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د لوبغاړو د هڅونې او ورزشي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د ښاروالۍ کرکټ لوبډلې ته یو شمېر د کرکټ وسایل ورکړل شول
یاد وسایل د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري په لاسونو د ښاروالۍ د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ته وسپارل شول، چې پکې ۱۷ جوړې بوټان، ۱۷ جوړې ورزشي لباسونه، دوه ټینس بېټونه، دوه درجنه د هاټ بال توپونه او یو کیټ بېګ د هاټ بال وسایل ورکړل شو

د ښاري حکومتولۍ آمر د لوبغاړو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې په راتلونکي کې به لا ډېرې اسانتیاوې ورته برابرې کړي

لوبغاړو د یادو وسایلو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام او د ښاري حکومتولۍ آمریت څخه یې مننه وکړه، چې وخت پر وخت ورته د تمریناتو او سیالیو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS