د کوټي تور، نانکزیو او ده هاشم سیمو اوسېدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه له ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۵:۲۹
ستونزې

د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د کوټي تور، نانکزیو او ده هاشم سیمو یو شمېر مشرانو او اوسېدونکو خپلې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې
یادو مشرانو په پیل کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د مستقیمو اړیکو د رامنځته کېدو هرکلی وکړ او وروسته یې خپلې یو شمېر ستونزې او غوښتنې وړاندې کړې

مشرانو غوښتنه وکړه چې په سیمه کې یې د ګذر وکیل درې کلنه موده پوره شوې او یو وړ خدمتګاره او ایمانداره شخص چې ټول ولسونه پرې راټول دي باید د ګذر وکیل په توګه ورته وټاکل شي، ترڅو د سیمې ستونزې یې په وخت له ښاروالۍ مقام سره شریکې کړي

عباس عمري ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسیدنه کوي او د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق به خپله کړنه ترسره کوي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۵۰
Background image

د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو او منظمولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۷
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند ګمین کلي لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی محمد شریف اکبري د محمد حنیف زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ګمین کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۴
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

BACK TO NEWS