د کوټی تور اوسېدونکو له مهترلام ښاروال سره وکتل

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۷:۲۵
ليدنه

د لغمان ولایت د کوټی تور سیمې یو شمېر اوسېدونکو له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق سره وکتل او د لیدنې په پیل کې یې نوموړي ته د نوې دندې د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل، وروسته یې د خپلې سیمې اړوند یو شمېر ستونزې د حل په موخه هم ورسره شریکې کړې

مهترلام ښاروال د راغلو مشرانو هرکلی وکړ او وې ویل، چې ښاروالۍ د خلکو ګډ کور دی او د دې ادارې دروازې د ټولو ښاریانو پر مخ پرانیستې دي 

نوموړي زیاته کړه، خلک کولای شي هر وخت ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او خپلې ستونزې په مستقیم ډول ورسره شریکې کړي

ښاروال همداراز وویل، چې د مشرانو له باور څخه منندوی دی او هڅه به وکړي، چې د دغه باور د ساتلو لپاره د مهترلام ښار د آبادۍ او پراختیا په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS