د ګډې همغږۍ او د کارونو د چټکتیا په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۹:۲۴
شاروالی مهترلام

یاده ناسته د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو سره پیل او د پرانستې وینا مهترلام ښاروال ښاغلي مجاهد رحمت زي وکړه.

په سر کې مهترلام ښاروال په اداره کې د کاري چټکتیا، د ګډې همغږۍ د رامنځته ته کولو ترڅنګ د نواحیو مدیرانو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو په نواحیو کې د کارموندنې د برنامې د عملي کولو لپاره ژر تر ژره طرحه جوړه کړي، په ټولو نواحیو کې لومړیتوبونه مشخص کړي او د ولسونو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

مهترلام ښاروال په خپلو خبرو کې وویل: د نواحیو مدیران مکلف دي چې پلاني او غیر پلاني ساحو ته خاصه پاملرنه وکړي، د غاصبینو مخه ونیسي او د خپل سري کارونو په مخنیوي کې چټک ګامونه واخلي.

وروسته له اجنډا سره سم د مهترلام ښاروالۍ امرینو، مدیرانو خپل کاري راپورونه مهترلام ښاروال سره شریک کړه او د ولسونو د ښه چوپړ ترڅنګ یې د ګډ کار ډاډ ورکړ.

په ورته مهال د نواحیو مدیرانو هم د خپلو نواحیو ولسي ستونزې، وړاندیزونه له مهترلام ښاروال سره شریک کړه.

پای کې د کارونو د چټکتیا په موخه یو لړ تصامیم ونیول شول او ناسته په دعا پای ته ورسېده.

۱۳۹۹/۱۲/۰۳

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS