لغمان والي وايي، د جمهور ريئس د حکم مطابق به له غاصبينو سره جدي چلند ترسره او دولتي ځمکې به ورڅخه راوګرځول شي.

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۵:۱
پارک سلام جای

دا څرګندونې د لغمان والي رحمت الله يارمل د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې وکړې چې مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار، ددفتررئیس محمد قسیم کوهستاني او د مهترلام ښاروال یې ملتیا کوله د سلام ځای پارک څخه يې له نږدې لیدنه وکړه.

په پیل کې د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي له لوري دیاد پارک د چارو اړوند هر اړخیز معلومات له والي ښاغلي یارمل سره شریک کړای شول.

د لغمان والي رحمت الله یارمل د سلام ځای پارک د چارو څخه له نږدې لیدنې وروسته مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار ته دنده وسپارله د سیمي له خلکو سره له نږدې کار وکړي،ترڅو د ولسونو غوښتنو ته هم رسیدګي شوي اوسي او د پارک چارې په ښه شکل ترسره شي.

هغه وويل ولايتي اداره ژمنه ده چې د جمهور ريئس د حکم له مخی  دولتي ځمکی  له غصب را خلاصه او له عاملينو سره به قانوني چلند ترسره کړي.

نوموړی وایي، حکومت ژمن دی چې د ټولو ملي پروژو چارې په ښه ډول ترسره او شته خنډونه له منځه یوسي.

۱/۵/۱۳۹۹

#دلغمان #ولايت #درسنيو #اواړيکو #دفتر

#LMIC

#مهترلام_ښاروالۍ

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS