لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۵۵ ميليونه افغانيو په لګښت د بېلابېلو پروژو چارې روانې دي
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بوديجې څخه په مهترلام ښار کې د ۵۵ میليونه افغانيو په لګښت ۷ بېلابېلې پروژې پلې شوي، چې دا مهال يې چارې په چټکۍ او منظم شکل جریان لري
د یادو پروژو په لړ کې د دوو ناحیو د مدیریتونو لپاره د اداري ودانیو جوړول، د کابل ـ جلالاباد هډې ترڅنګ د معیاري پمپ سټېشن جوړول، د استنادي دیوال رغول، د حاجیانو کلي د سرک جوړول او همداراز د پارکونو جوړول شامل دي، چې په يادو پروژو کې دا مهال ۶۵۰ تنو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده
مهترلام ښاروالۍ د روان ۱۴۰۵ کال لپاره یو شمېر نورې ټولګټې او پراختیايي پروژې هم پلان کې لري، چې د کال په اوږدو کې به یې عملي چارې پیل شي
له یادو پروژو علاوه مهترلام ښاروالۍ د کارونو په وخت او منظم شکل ترسره کولو په موخه سږکال د ښاروالۍ لپاره د ۲.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ماشینري، دوه فلډر موټرونه او دوه زرجونه هم خرېداري کړې دي، چې اوس مهال د ښاریانو د خدمت، د ښار د پاکوالي او نورو اړوندو چارو په برخه کې ترې ګټه اخیستل کېږي
