لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د څه باندې (۲۱) یوویشت میلیونو افغانیو په ارزښت په R4 پلاني ساحه کې دویم ستر سوداګریز مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوو.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۹:۴۷
مارکیت ارچهار

ددغه مارکېټ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لغمان مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم سربېره مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي، د ملي امنیت رئیس ډګروال محمود صمیمي، د یو شمېر ادارو رئیسانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

 

د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي د معلوماتو له مخې چې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت یې په نیم جریب ځمکه کې د یوه نیم کال په موده کې جوړ شوی سوداګریز مارکېټ نن ګټې اخیستنې ته وسپاره.

مارکیت ارچهار

هغه وویل په مهترلا ښار کې یې د رغونې لړۍ چټکه کړې او ډیر ژر به یو شمېر نورې پروژې هم پیل کړي.

 

په ورته مهال د لغمان مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار خوښي اوښوده چې په دې ولایت کې د رغونې لړۍ په خورا ښه شکل روانه ده.

 

نوموړی وایي،چې په دې ولایت کې ولسونو او امنیتي ځواکونو په ملاتړ رغونې لړۍ چټکه ده او تمه ده چې لا نوره هم چټکه شي.

 

۱۳۹۹/۸/۲۸

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS