لغمان کې د نوروز او بزګرجشن او د کمال خان بند د پرانیستې ځانګړي مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې کرنیز، صنعتي او فرهنګي توکي هم د سلګونه ولسونو مخکې نندارې ته ایښودل شوي و چې دوه ورځې به دوام وکړي.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۹:۳۶
شاروالی مهترلام

د سه شنبې په ورځ د وري په دریمه نېټه دلغمان والي رحمت الله یارمل، د ولایت مرستیال پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي، مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي، د بېلا بېلو ادارو مسوولینو، بزګرو، د کرنیزو او صنعتي اتحادیو غړو، ځوانانو،مدني فعالانو او لسګونه ولسونوپه شتون کې د نوروز جشن، د بزګر د ورځې جشن، دکمال خان بند د پرانیستې په اړه د خوښۍ مراسم او د وطني تولیدانو نندارتون پیل شوو.

په پیل کې د نوروز د ورځې او جشن په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر محمد طاهر زهیر پیغام ددې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم له لوري ولوستل شوو.

پیغام کې د نوروز جشن د مخینې، اهمیت او ملي توب په اړه پکې ګڼې خبرې یادې شوې وې.

دکرنې او مالدارۍ رئیس محمد جمیل خوشحال هم د بزګر د ورځې په اړه د کرنې او مالدارۍ وزیر انور الحق احدي پیغام ولوسته چې پکې بزګرو ته مبارکي، دوی ته د لا زیاتې پاملرنې او نورو بېلا بېلو برخو کې یادونې شوې وې.

نوموړي دغه راز تېر کال په لغمان کې د کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ او نورو ګڼو برخو کې د یو شمېر ترسره شویو چارو او پرمختګونو اړوند معلومات د لغمان والي سره شریک کړل.

هغه وویل چې تر اوسه پورې یې د بیري زرګونه بوټي کرلي او سلګونه نور یې یو شمېر ولایتونوته هم لیږلي دي.

دلغمان والي رحمت الله یارمل ددې ولایت ټولو اوسیدونکو ته د نوي کال د مبارکۍ سربېره هیله اوښوده چې روان کال به د سولې، ابادۍ او سوکالۍ کال وي.

نوموړي وویل چې نوی کال حکومت له نویو هیلو او ارادې سره پیل کړی چې کمال خان بند پرانیسته یې ترټولو ښه مثال کیدای شي.

شاروالی مهترلام

دلغمان والي ښاغلی یارمل وایي، چې سږکال به په لغمان کې لسګونه سترې او کوچنۍ پروژې پیل کړي، خو ولسونه دې د ټولو پروژو په چارو او ساتنه کې خپل مسوولیت په ښه شکل ادا کړي.

هغه زیاته کړه.:(( اوبه زموږه ابرو ده او هغوی چې د بندونو او اوبو د مهارکولو د چارو په اړه ممانعت کوي د افغانانودښمان دي او پروړاندې یې دریږو، سږ کال به د اوبو د مهار لپاره هم ګڼ بندونه جوړ او د ګڼو کارونه پیل کړو.))

نوموړي د بزګر ورځې مبارکۍ ټولو بزګرو ته وویلې او ژمنه یې وکړه چې د بزګرو ته به د اصلاح شویو تخمونو، سرې، کرنیزو ابزارو او د دوی کرنیزو تولیداتو ته بازار موندنې په برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.

دلغمان والي رحمت الله یارمل دغه راز د نوروز جشن په خواکې د جوړ شوي کرنیز، صنعتي او فرهنګي نندار تون څخه د لیدنې سربېره له جوړونکو هم د مننې سربېره ولسونه وهڅول چې پیل شوي دوه ورځني نندارتون ته ولاړ او خپل وطني تولیدات ننداره کړي.

۱۴۰۰/۱/۳

#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۵۰
Background image

د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو او منظمولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۷
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند ګمین کلي لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی محمد شریف اکبري د محمد حنیف زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ګمین کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۴
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

BACK TO NEWS