لغمان کې له پاکستان څخه راستنیدونکو کډوالو لپاره موقتي پنډغالی جوړ شو

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۱:۱۳
پنډغالی

د ولایت مقام د حکم پر اساس د یو ګډ کمېسيون له لوري د لغمان قرغیو ولسوالۍ سرخکانو ساحه کې له پاکستان څخه بېرته راستنیدونکو مهاجرینو لپاره موقتي پنډغالی جوړ شو
یاد پنډغالی د مهاجرینو ریاست په مشرۍ د یو ګډ کمېسیون له لوري چې مهترلام ښاروالۍ، امنیي قوماندانۍ، استخبارات، صنغت او سوداګرۍ، سرې میاشتې او د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسؤلینو له لوري جوړ کړل شو
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د پنډ غالي د جوړیدو پرمهال یې شتون درلود وې ویل چې یاد پنډ غالي کې د کډوالو لپاره هر ډول سهولتونه په نظر کې نیول شوي دي، چې د اوبو او ترانسپورټ خدمات د ښاروالۍ له خوا او نور د اړتیا وړ توکي د همکارو ریاستونو له لوري وړاندې کېږي
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم لغمان ولایتي ادارې او همکارو ریاستونو له لوري مهاجرینو لپاره ګڼ شمېر اسانتیاوې برابرې شوې وې

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS