له سبزی پلورونکو سره د مهترلام ښاروال ناسته

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۱ - ۶:۲۱
ناسته

کرونا وایرس جدي ونیسئ
له مهترلام ښاره تازه حال دا ده چې:
مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزی په مهترلام ښار کې دی
د میوې او سبزي د لاسي پلورنکو استازي ورسره ناست دي, خپلې ستونزې ورشریکوي.
دوئ وایي په کراچۍ او تختونو یې سبزي او میوې پاتي که ځنډ پرې ووځي نو خرابې به شي.
مهترلام ښاروال د خلکو اندیښنه لرې کوي,د لومړۍ ناحیې مدیر ته هدایت کوي چې په تختونو او کراچیو د میوې او سبزي د پلور لپاره له ښاري نظم کمیسیون سره په ګډه داسې تګ لاره غوره کړي,چې هم د ښاریانو ستونزه حل او هم د دغه ټولګي د پلورونکو ستونزه حواره شي.
مهترلام ښاروال زیاتوي موږ هر حالت ته تیاری لرو,که اړتیا شي د خپل دسترخوان خواړه به هم له خپلو خلکو دریغ نه کړو;خو الله ج د پر موږ رحم وکړي,راځئ دغه وایرس سره جدي مبارزه وکړو په وقایوي تدابیرو د دې وایرس مخه ډب کړو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS