مرکز پورې اړوند د مریم کوړی سیمې اوسیدونکو له مهترلام ښاروالۍ سره خپلی ستونزي شریکې کړې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۵:۳۳
شاروالی مهترلام

نن دوشنبه د عقرب میاشتې (۲۶) شپږویشتمه نیټه د یادی سیمې اوسیدونکې چی سپین ږیری او ځوانانو پکې ګډون درلودل خپلې ستونزې د مهترلام ښاروالۍ د لومړې ناحی مدیر انجینر ذبیح الله حمیدي سره شریکی کړې.

په پیل کی ښاغلی حمیدي راغلو مشرانو ته ښه راغلاست وویل او په خپلو خبرو کی زیاته کړه :

ښاروالۍ یو خدماتي اداره ده او همیشه کوښښ کوې تر څو ښاریانو ته لازم او ضروري خدمات وړاندی کړي.

وروسته راغلو مشرانو خپلی اړوندې ستونزې چې په سیمه کی یی لرې د حل په موخه له ښاغلې حمیدي سره شریک کړل چی د مهترلام ښاروالۍ له لورې ورته د رسیدنې په برخه کې ډاډ ورکړ شو.

شاروالی مهترلام

د سیمی اوسیدونکو وویل : موږ د مهترلام ښاروالۍ له فعالیتونو ملاتړ کوو او ورسره هر ډول مرستې ته  چی زموږ له وسی پوره کوی چمتو یو چی د مهترلام ښاروالۍ له لوری هغوې څخه مننه وشوه اوپر دوه اړخیزې مرستی او همغږۍ باندی تاکید وشو چی ملت یی له دولت او دولت یی باید له ملت سره ولری او ناسته په دعایی سره پای ته ورسیده .

په درنښت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS