مهترلام ښاروالۍ د روان کال په دوو ربعو کې ۵۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړې

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۷:۲۱
عوايد

د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت تر چتر لاندې د عوایدو مدیریت تر دې دمه د روان ۱۴۰۴ مالي کال په لومړیو دوو 
ربعو کې شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي
د عوایدو مدیر نېکت‌ الله عزیزي وايي، چې یاد عواید د ښاروالۍ د مارکیټونو او غرفو له کرایو، د ښاري خدمتونو، دروازو، او د جواز ورکولو له درکه په شفاف او دقیق ډول ټول شوي دي
نوموړی زیاتوي، چې د عوایدو راټولولو چارې د ټاکل شوي پلان له مخې په منظم ډول روانې دي او تمه ده، چې د کال تر پایه به د عوایدو کچه له وړاندوینې هم لوړه شي
باید وویل شي، چې مهترلام ښاروالۍ سږکال د شاوخوا ۱۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۱ د بیارغونې پروژې هم عملي کوي، چې پکې د سرکونو، کانالونو، پلچکونو، پلو لارو جوړولو ترڅنګ د ښار تجارتي مارکیټ جوړول، د پارکونو زرغونول، د پاک چاپېریال ساتنې لپاره د کثافت‌دانیو جوړول او د کابل ـ جلال آباد هډې په سیمه کې د تیلو پمپ استیشن جوړول شامل دي
د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ تېر کال  د لغمان مهترلام ښار کې د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۶ د بیارغونې پروژې عملي کړې وې

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS