مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي چې د مشورتي بورد غړو یې ملتیا کوله، برید جنرال زلمي نبرد ته د لغمان ولایت د لومړۍ پلې لیوا د نوي قومندان په توګه د ګمارل کیدو مبارکي وویله.

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۵:۱
دیدار

مهترلام ښاروال د لیوا نوي قومندان ښاغلي نبرد ته د مبارکۍ ترڅنګ دغه راز په دې ولایت کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي او لا ډاډمن امنیت هیله وکړه او له هغه یې وغوښتنه چې د لغمان د ولسونو د هوساینې لپاره د ښه امنیت په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي. چې په ورته مهال د لومړۍ پلې لیوا نوي قومندان برید جنرال زلمي نبرد مهترلام ښاروال او د مشورتي بورد غړو ته ډاډ ورکړ چې په پوره همغږۍ او صداقت سره به د لا ډاډمن امنیت په موخه هڅې کوي. ۱۳۹۹/۶/۲۲ #مهترلام_ښاروالۍ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۱:۴
Background image

د دریمې ناحیې بېلابیلو ساحو څخه د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دریمې ناحیې اړوند R3 او R4سیمو له مختلفو ساحو څخه د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۱۴
Background image

ټولو دوکاندارانو ته د کرايو او باقیاتو پر وخت تحویلولو سپارښتنه وشوه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، د څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهد الله مجددي او د عوایدو مدیر نکت الله عزیزي په حضور کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳
Background image

د مهترلام ښاروال په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS