مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پروژو څخه لیدنه وکړه او د کار په ښه کیفیت یې ټینګار وکړ

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۱:۳۹
پروژو څخه ليدنه

د مهترلام ښار په مختلفو ساحو کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځه پراختيايي پروژو چارې جریان لري چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د يادو پروژو له کارونو څخه ليدنه وکړه
په یاده لیدنه کې ښاروال د پروژو مسؤلینو باندې ټینګار وکړ چې کارونه په میعاري او اساسي شکل تر سره کړي
 ښاروال وويل، د ښاروالۍ د هرې پروژې لپاره ځانګړې مسلکي انجینران ټاکل شوي که د پروژو مسؤلینو په کارونو کې غفلت وکړ او یا هم بې کیفیته کار یې وکړ دوی به ورسره قانوني چلند وکړي
د یادونې وړ ده چې په نږدې ورځو کې به د مهترلام ښاروالۍ له لوري په مهترلام ښار کې یو لړ نورې د بیارغونې پروژې هم پلي شي، چې ډیری خلکو ته به پکې د کار کولو زمینه هم برابره شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS