مهترلام ښاروال د ښاروالۍ والیبال لوبډله وستایله

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۴۶
والیبال

د لغمان ولایت د سراج بڼ په ورزشي میدان کې د ۱۶ والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شویو سیالیو کې د مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې د اتلولۍ جام ګټلی و، چې نن د لوبډلې له لوري یاد کپ مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق ته ډالۍ شو
کپ د لوبډلې منیجر ډاکټر همایون لغماني او د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري په لاسونو ښاروال ته وسپارل شو

په همدې مناسبت مهترلام ښاروال د لوبغاړو دا بریا وستایله، هغوی ته یې د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل او په راتلونکي کې یې د هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ

په پای کې د ښاروالۍ والیبال لوبډلې غړو له ښاروال او د ښاري حکومتولۍ آمریت څخه مننه وکړه، چې وخت پر وخت ورته د تمریناتو او سیالیو لپاره مناسبې اسانتیاوې برابروي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS