مهترلام ښاروال د کار په ښه کیفیت ټینګار وکړ

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۷:۴۸
پروژې څخه ليدنه

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

یاد کانال چې ۸۳۰ متره اوږدوالی لري په اساسي او معیاري شکل به جوړ شي چې اوس مهال پکې شاوخوا ۳۵ کسانو ته په ورځني ډول د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د سروې  انجنیر فرید احمد نیازي یې ملتیا کوله یادې پروژې څخه یې لیدنه وکړه او د کار د ښه کیفیت په موخه یې د شرکت مسؤلینو باندې ټینګار وکړ
همداراز ښاروال د ښه معیاري او اساسي کارونو د یادونې ترڅنګ زیاته کړه چې کارونه باید د پلان له مخې په وخت ترسره شي

د یادونې وړ ده چې اوس مهال په مهترلام ښار کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځو بیارغونو پروژې چارې روانې دي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS