مهترلام ښار کې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه لوډسپیکرونه راټول شول

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۵:۵۱
غږیزه ککړتیا

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انضباطاتو مدیر قاري انتظار معاذ په مشرۍ، چې د ښاري نظم انضباطانو یې ملتیا کوله، د مهترلام ښار په بېلابېلو ساحو کې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه یو شمیر لوډسپیکرونه راټول کړل

مدیر قاري انتظار معاذ وویل، چې د لوډسپیکرونو غیر منظم استعمال په ښار کې غږیزه ککړتیا رامنځته کوي او د ښاري نظم د ګډوډۍ لامل ګرځي، له همدې امله د ښاروالۍ له لوري د یادو وسایلو د راټولولو لړۍ پیل شوې، چې له ښار څخه به ټول لوډسپکرونه راټول کړل شي

نوموړي ټولو هټیوالو او دوکاندارانو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو توکو د ښه پلور او د ښاري نظم د ساتنې په موخه دې پر خپلو اجناسو څرګند نرخونه ولیکي او د لوډسپیکرونو له کارونې څخه دې ډډه وکړي

د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ د ښاري نظم د ټینګښت او د سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه وخت پر وخت ورته نظارتي او اصلاحي فعالیتونه ترسره کوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS