مهترلام ښار کې ‌انتظارګاوې او معياري کثافت دانۍ جوړېږي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۸:۵۸
شاروالی مهترلام

دمهترلام ښاروالۍ له لوري دښار په بېلا بېلو سیمو کې د جوړو شویو انتظارګاو د افتتاح لړۍ د مهترلام ولایتي روغتون مخته د جوړې شوې انتظارګاه او کثافات دانۍ په ګټې اخیستنې سره پیل شوه.

دلغمان والي ښاغلي عبدالولي واحدزي د مهترلام ښاروال څخه د مننې سربېره وویل، چې د ښار د معیاري خدماتو د پیل لپاره دا لړۍ به نورو سیمو ته هم وغځول شي.

هغه د مهترلام ملکي ولایتي روغتون مخته د جوړې شوې انتظار ګاه او کثافت دانۍ د غوره ساتنې په موخه د روغتون او ښاروالۍ د مسوولینو سربېره له ولسونو هم غوښتنه وکړه چې باید عامه ځایونو ساتنه اوپاکۍ ته ځانګړې پاملرنه ولري.

نوموړي د مهترلام ښار پاکوالي او معیاري کېدو لپاره هم د پیل شویو هڅو یادونه وکړه، چې ورسره به ولسونو ته هر اړخیز خدمات ورسیږي.

په ورته مهال د مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزي زیاته کړه، چې دا ډول انتظارګاوې او کثافات دانۍ به د ښار د بېلا بېلو سیمو سربېره ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او د پوهنتون مخې ته هم نصب شي.

ښاروال وويل، چې له دې سره به ښار ښکلی او ښاريانو ته سهولتونه برابر شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS