په دویمه ناحیه کې د سرک جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۴۹
د حاجيانو د سرک چارې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ښار په دویمه ناحیه کې د حاجیانو د کلي د سرک جوړولو پروژه د لس میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې، چې دا مهال یې ۴۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي
د حاجیانو د کلي د سرک جوړېدو چارې د تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ روانې دي، او د پلان له مخې به ژر تر ژره بشپړه شي
په دغه پروژه کې په ورځني ډول ۳۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده، چې دا کار نه یوازې د بې‌روزګارۍ په کموالي کې مرسته کوي، بلکې د سیمه‌ ییز اقتصاد د پیاوړتیا سبب هم ګرځي
د سیمې اوسېدونکي له ښاروالۍ خوښ دي او وایي چې د سرک جوړیدو له امله به د دوی ستونزې هوارې شي، د تګ راتګ اسانتیاوې به رامنځته شي، او د موټرو لپاره به خوندي او معیاري لاره برابره شي
د یادونې وړ ده چې اوس مهال د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په مختلفو ساحو کې د بیارغونې کارونه روان دي چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه برابره شوې ده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS